تبليغاتX
نوِښت
 

ماته

ماته دې کړم ماتې نه اوس څه غواړې

یاد دې هم درخپل کړه که مې نه غواړې

زه دې د ترخو په ډنډ کې دوبه کړم

اوس هم لا په تمه یې خواږه غواړې


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در پنجشنبه پنجم خرداد 1390 ساعت 16:18 موضوع | لینک ثابت


انتظار

لمدوي د بڼو لارې * سترګې په لاره * سترګې.


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در دوشنبه بیست و سوم آذر 1388 ساعت 14:19 موضوع | لینک ثابت


دعا

 

 بېګا زما د ژوند وروستۍ شېبې وې

بهر اسمان راورولې اوښکې

دننه خپلو لېمو

یوازې دومره مې په یاد دي

چې هغه شېبه هم

ما ستا د اوږد عمر دعا کوله

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه یکم بهمن 1387 ساعت 9:34 موضوع | لینک ثابت


هایکو

 

 سپرلی لپه لپه

لکه زما د انتظار شېبې

اوښکې بهوي

 

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه بیست و ششم آذر 1387 ساعت 9:21 موضوع | لینک ثابت


غزل

 بیا چې د راتللو وعده شاته شوه

زړه کې ټوکېدلې هیله ماته شوه

 سپکې را روانې په نخرو وي دوی

زما مینه سپېڅلې لږه خوا ته شوه

 مړې مړې راروانې شوې ګرېوان په لور

دلته چې دننه ښیښه ماته شوه

 بس که نور دعوه د مینې مکوه

ډېره لرې تانه چېرې پاته شوه

 کله به بیا تږې چېرې نشمه

یو ځل دې که شونډو باندې ماته شوه

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه دوازدهم آذر 1387 ساعت 9:29 موضوع | لینک ثابت


امید

 ما به ډېر وخته

لدې سپي ژوندانه

سا ویستې وای

خو هاغه لرې ګوره

 تته رڼا ښکارېږي

د همغې په تمه

 تر اوسه ساوې باسم

خلک ریښتیا وایي چې

ژوند په امېد خوړلی.

  


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه دوازدهم شهریور 1387 ساعت 11:47 موضوع | لینک ثابت


مرور

  حیرانه نشې

که مې د مړینې په ورځ

سترګې رڼې پاتې وي

ښایي هغه وخت به هم

زه مرور پخلا کوم.

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه دوازدهم شهریور 1387 ساعت 10:49 موضوع | لینک ثابت


عادت

 

چې رټلو یې ، غندلو یې ، شړلو یې ...

ژړل مو

اوس چې اوښ د خوشالو را روان شوی

غواړي وره ته مو ګونډه شي

بیا هم ژاړو.

 

 

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه بیست و دوم مرداد 1387 ساعت 17:23 موضوع | لینک ثابت


؟

 

نوم دې نه لیکم

ښیښه خوله نه کوي

واوره الوتې


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در پنجشنبه بیست و هفتم تیر 1387 ساعت 10:30 موضوع | لینک ثابت


غزل

 

دا ستا د مینې له ماڼۍ بس خاطرې پاتې دي

نور ایرې شوې یو څو ورانې منارې پاتې دي

 

احساس خو مړ دی د سر سترګې دې شیبه خو راکه

وګوره یاد نه دې زړګي کې مغارې پاتې دي

 

کنده ژوره شوه د هیلو جنازې ته په زړه

قاتله نور دې په زړګي څه ارادې پاتې دي

 

لږ مې سر کېږده په خپل ولي غېږ کې ټینګه مې کړه

لا مې په ستوني کې د غم سوې نارې پاتې دي

 

ځلا خو ماته شوه راماته شوه ذره ذره شوه

اوس یې یوازې د جوړوالي اوازې پاتې دي

  

 

 


 

ليكونكې ځلا ویلاړ در سه شنبه چهارم تیر 1387 ساعت 13:13 موضوع | لینک ثابت